د لوګر ولایت په مرکز کې د ۲ کیلومترو په اوږدوالي د کانکریټي سړک د جوړولو چارې د ورزشي استدیوم څخه تر قلعه ګردیزي ها پورې د ستاري ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاده پروژه د لوګر ولایت د مرستیال مولوي عنایت الله شجاع له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم راشد په وینا دغه سړک د بابوس حوزې بیلابیل کلي له یو بل سره او د ولایت مرکز پل علم ښار سره نښلوي او له دغه سړک څخه به څه باندې زر کورنۍ په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.