د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د یونسیف ادارې په مالي مرسته او د OCHR مؤسسې په همکارۍ د خوست ولایت په بیلابیلو سیمو کې د اوبو رسولو د ۱۶ شبکو چارې جریان لري او ډیر ژر به بشپړې شي.
د یادو شبکو په جوړولو سره به د خوست ولایت د زرګونو اوسیدونکو د څښاک د پاکو او صحي اوبو ستونزه حل شي.