دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ غونډه کې د جمهوریت روغتون ریفورم طرحې ارزونه

بررسی طرح ریفورم شفاخانه جمهوریت در جلسۀ تحت ریاست معاون اداری ریاست الوزراء
0
SHARES
33
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د جمهوریت روغتون ریفورم طرحه چې په امارتي روغتونونو کې د اصلاحاتو په موخه د عامې روغتیا وزارت د طرحې یوه برخه ده، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ غونډه کې پداسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او د یاد وزارت مسؤلینو او متخصصینو هم حضور درلود، وارزول شوه.

په دې طرحه کې چې د یاد وزارت متخصصینو وړاندې کړه، د جمهوریت روغتون لپاره د بسترونو، اداري او مسلکي کارکوونکو، په هره دوره کې د متخصص ډاکټرانو د روزنې په ظرفیت د متخصصینو د روزنیزو مرکزونو او بېلابېلو ډيپارټمنټونو زیاتوالی، د بین المللي معیارونو مطابق د جوړښتونو ایجاد او د متخصصینو لپاره وظیفوي مسئونیت په پام کې نیول شوی دی.

همدا راز څرګنده شوه چې جمهوریت روغتون به د ISO  او JCIA پر معیارونو برابر شي. د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په وینا، اوسمهال زرګونه هیوادوال د درملنې په موخه بهر ته سفر کوي چې د یادې طرحې په عملي کولو سره به پام وړ ناروغۍ په هیواد کې دننه معالجه او له هیواده بهر به د میلیونو ډالرو د وتلو مخنیوی وشي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادې طرحې په اړه وویل، د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه په امارتي روغتونونو کې د اصلاحاتو په موخه د عامې روغتیا وزارت د طرحې لومړۍ مرحله ده چې د مثمر والي په صورت کې به په تدریجي توګه د هیواد په ټولو روغتونونو کې اجرا شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ذکر شوې طرحه ګټوره وبلله وې ویل، دا طرحه به د افغانستان اسلامي امارت له ذیصلاح مقاماتو سره شریکه او له تاییدۍ وروسته به عملي شي.

Previous Post

له هېواد څخه د اسعارو، سرو زور او قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي په اړه د ریاست الوزارء د مقام اعلامیه

Next Post

د کندز ولایت یو شمېر علماو، مسوولینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با جمعی از علماء،مسؤلین و مجاهدین ولایت کندز

د کندز ولایت یو شمېر علماو، مسوولینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.