چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کندز ولایت یو شمېر علماو، مسوولینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با جمعی از علماء،مسؤلین و مجاهدین ولایت کندز
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان محترم ملا رحمت الله محمد اکا، د کندز د والي مرستیال ښاغلي مولوی حبیب الرحمن صهیب او د یاد ولایت یو شمېر مسوولینو او مجاهدینو سره وکتل.

په پيل کې محترم ملارحمت الله محمد اکا د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د کندز ولایت د ټولنیز، امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه راپور او د یاد ولایت د خلکو ستونزې د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان د بهرنیو اشغالګرو پر ضد د جهاد او د اسلامي نظام د دوباره واکمنېدو په برخه کې د کندز ولایت د خلکو او مجاهدینو د کوښښونو او سرښندنو یادونه وکړه او وې ویل، د دې ولایت خلک او مجاهدین به د تل په څېر د اسلامي نظام ملاتړي وي.

نوموړي همدارنګه د ښوونې او روزنې، دیني مدرسو، روغتیا او مواصلاتي لارو په برخو کې د خلکو ستونزو ته په اشارې د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل چې د پورتنیو ستونزو د حل لپاره په کندز ولایت کې پراختیایي پروژې تطبیق کړي.

 د ریاست الوزرا اداري  مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال په هیواد کې د اشغال د خاتمې او اسلامي نظام د دوباره حاکمیت په موخه د دې ولایت د خلکو هڅې او سرښندنې وستایلې او وې ویل، ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د کندز مجاهدینو په وروستیو شلو کالو کې داسې صحنې ایجاد کړې چې په تاریخ کې کمسارې دي.  

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هیواد د ابادۍ او پرمختګ په موخه د پراختیایي پروژو تطبیق مهم وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په کتو په ټول هیواد کې دا پروژې تطبیق کړي.

Previous Post

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ غونډه کې د جمهوریت روغتون ریفورم طرحې ارزونه

Next Post

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال سره د  ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
دیدار معاون اداری ریاست الوزراء با معاون نمایندۀ خاص سرمنشی ملل متحد برای افغانستان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال سره د  ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.