چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ننګرهار کانال ریاست کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار کانال ریاست کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې
0
SHARES
10
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې د دې ریاست اړوندو ځمکو کې د سټروسو په ځانګړې توګه د مالټې بڼونو جوړولو لپاره هڅې ګړندی شوي دي.

د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال د هډې فارم عبدالخېلو بلاک په ۲۰۰جریبه ځمکې باندې د مالټې بڼونه جوړېږي، چې په کې به ۱۳۲۰۰ اعلی ډول مالټې کرل کېږي. د دې بڼ د کار د پیل په موخه جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود او د یاد چارواکو له خوا د مالټو د نیالګیو په کېنولو سره ددې بڼ چارې پیل شوې.

د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې دا ځمکه وروسته له څلورو لسیزو ابادېږي، ددغې ځمکې ارزښت به لا لوړ شي، سيمه به ورسره لا شنه او سرسبزه شي، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره، د خلکو کورنې اقتصاد به ورسره ښه شي.

د یادولو وړ ده، چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند د عبدالخېلو بلاک د کرنې وړ کابو ۴۹۶ جریبه ځمکه په برکې نیسي، چې تېرکال هم د دې بلاک په څه باندې ۲۸۱ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړ شوي ول او ترڅنګ یې د دې سیمې په ۲۰ جریبه ځمکه کې د لیمو بڼونه هم جوړ شوي دي.

Previous Post

د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد لړۍ بیا پیل شوه

Next Post

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

Next Post
د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.