چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت د وسایطو عمومي کمپلکس بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت د وسایطو عمومي کمپلکس بنسټ ډبره کېښودل شوه
0
SHARES
11
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان برېښنا شرکت له لورې د برېښنا مرکزي دفتر، کابل برېښنا او د برېښنا اړوند ولایتي واحدونو موټرونو او اړوند نورو وسایطو ترمیم او د اړتیا وړ نفتي موادو چمتو کولو لپاره د یو بشپړ کمپلکس جوړولو بنسټ ډبره د افغانستان برېښنا شرکت عمومې اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ځینو نورو اړوندو مسؤلینو په حضور سره کېښودل شوه.

لومړی د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني په دې مراسمو کې وویل، لکه څرنګه چې افغانستان اوس مهال د ځان بسیا په لور روان دی، برېښنا شرکت هم د نیمګړیو پروژو د بشپړولو په ځانګړي ډول د برېښنا له اړخه د ځان بسیاینې په لور جدي ګام پورته کړي دي.

د ښاغلي رحماني په وینا، د برېښنا وضعیت د ښه والي په برخه کې جدي ګامونه اوچت شوي او په راتلونکې کې به د ډېرو پرمختګونو شاهدان اووسو.

وروسته د کابل برېښنا رئیس مولوي حکمت الله آخند زاده هم ددې مراسمو په یوه برخه کې د یاد کمپلکس پرانیستلو په اړه د خوښيو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه چې د اوزبیکستان هېواد له لورې د برېښنا تخنیکي عارضې په حل کېدو سره اوس مهال په پلازمېنه کابل کې د برېښنا وضعیت ښه شوی او د پېردونکو په ګډون صنعتي فابریکو ته هم منظمه برېښنا ورکول کېږي.

د پروګرام په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت د اداري ریاست په استازیتوب ساختماني مدیر انجنیر عبدالله جمال د پروژې په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت لپاره دا جوړېدونکی کمپلکس به د موټرو ترمیم او تخنیکي ستونزو اساسي حل لپاره د ځانګړي ورکشاپ سربېره، د اړتیا وړ نفتي موادو لپاره د تیلو پمپ او د موټرو مېنځل ځای هم ولري.

یاده پروژه به په دوو پړاونو کې د ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د شاوخوا یو کال مودې په لړکې بشپړه شي.

Previous Post

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

Next Post

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.