د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د شهيدانو او معلولينو او بهرنيو چارو وزارتونو د تشکیلاتو په اړه هر اړخيز بحث او خبرې وشوې او د یادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونیول شول.