چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې له زلزله ځپلو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې له زلزله ځپلو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ  نغدي مرسته وشوه
0
SHARES
7
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین ته د یو هیئت په شتون کې وسپارل شوه؛ ترڅو د سفارت له لارې د ترکیې د سرې میاشتې په لاس زلزله ځپلو وګړو ته ورسېږي.

د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین ته د نورې مرستې او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې افغاني سره میاشت د ترکیې له ولس سره څنګ په څنګ ولاړه ده او په دې ستر غم کې د ترکیې له ولس سره برابر شریکه ده.

د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له لوري د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین او په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل ښاغلي فرید ضیاء ته د ترکیې په زلزله کې د قربانیانو او ټپیانو تعذیت هم وویل شو.

کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې یاده مرسته به تر زلزله ځپلو کورنیو په سالمه توګه ورسوي. همدا ډول د ترکیې د زلزلې په اړه د تعذیت په کتاب کې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس له لوري تعذیت هم ولیکل شو.

Previous Post

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

Next Post

په لغمان ولایت کې د مهترلام بابا زیارت اړوند ویالې د پخولو چارې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

Next Post
پخته کاری یک جوی در مربوطات زیارت مهترلام بابا در ولایت لغمان به ارزش ۲۶ میلیون افغانی آغاز شد

په لغمان ولایت کې د مهترلام بابا زیارت اړوند ویالې د پخولو چارې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.