چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل
0
SHARES
7
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ناروې کمېټې (NAC) مشر ښاغلي تاریه مګنوسن واتردال په مشرۍ پلاوي سره، چې د دولت په چارو کې د افغانستان لپاره د ناروې مٶسسې استازي مجیب شېرزوی، نجیب کوهي او غفار رحمتي هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.

په پیل کې، ښاغلي تاریه مګنوسن واتردال د امنيت تامين او د دوی د کاري ملاتړ له امله د اسلامي امارت مننه وکړه او زياته يې کړه، دغه کمېټه په افغانستان کې د تعلیم او تربیې، مکاتبو جوړولو، صحي خدماتو، کرنې، غذایي مصؤنیت او طبیعي زېرمو ساتلو په برخو کې خدمات وړاندې کوي.

نوموړي وويل، د یادې کمیټې ټولې برنامې له حکومت سره په همغږۍ ترسره کېږي او په پورته برخو کې يې د خپلو فعاليتونو په اړه مفصل معلومات شريک کړل.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، پدې حساسو شرایطو کې د افغانانو لپاره ستاسو د خدمتونو قدرداني کوو او د لا زیاتې همکارۍ ډاډ درکوو. د ښارونو ترڅنګ لرې پرتې سيمې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

محترم ډاکتر عبدالواسع زياته کړه، د څلوېښت کلنې جګړې له وجې خلک له غربت او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خيريه بنسټونو د فعاليتونو ستاينه کوو. د شته امکاناتو په چوکاټ کې ستاسو خونديتوب زموږ لومړيتوب دی. د خپلو خبرو په پای کې د رياست الوزرا د دفتر عمومي رئيس وويل، سراسري امنيت تامين شوی او وخت رسېدلی چې پانګه وال او سوداګر په کور دننه په پانګونې سره هيوادوالو ته کاري زمينه مساعده او د اقتصاد په وده کې رول ولوبوي.

Previous Post

د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت د وسایطو عمومي کمپلکس بنسټ ډبره کېښودل شوه

Next Post

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې له زلزله ځپلو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

Next Post
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې له زلزله ځپلو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ  نغدي مرسته وشوه

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې له زلزله ځپلو سره څلورنیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.