دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کابینې ۲۳مه غونده؛ د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه او د زرقي محلولاتو اړوند وړاندیز تا‎ئید شول

دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان
0
SHARES
7
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تائید شوه، چې د عملي کېدو پلان جوړونه يې له یاد وزارت سره په ملتیا اداري کمیسیون ته وسپارل شوه.

په دې غونډه کې همدارنګه د یاد وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابریکي د فعالولو وړاندیز تائید شو، چې د پورته دواړو پرېکړو د تطبیق د لګښت اړوند مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې يې په پام کې ونیسي.

دا ناسته چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د رجب المرجب ۲۲مه/سلواغې ۲۴مه ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

د کابینې په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی ریاست ته هم دنده وسپارل شوه، چې په غزني ولایت کې د اسلامی ثقافت مرکز په نوم ودانۍ تصرف خپل کړي او د ساتنې او څارنې په موخه يي بېل آمریت رامنځته کړي، د دې تر څنګ په دې مرکز کې سرپوښ بازار او مېلمستون د غزني تخنیکي پوهنتون ته وسپاري.

په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د عامي روغتیا وزارت د مرستیال په مشرۍ د ملي دفاع، کورنیو چارو او ماليې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوی د هېواد په ځینو نظامي روغتونونو کې د طبي سامان الاتو له څېړنې وروسته د خوندي کېدو، ترمیم او ګټې اخیستنې اړوند تصمیم ونیسي.

دا ناسته چې هره دوشنبه ترسره کېږي، د خیر په دعا پای ته ورسیده.

Previous Post

د عامې روغتیا وزیر د ایران هېواد په G5 کنفرانس کې ګډون وکړ

Next Post

د سټنډرډ ملي ادارې په اسلام قلعه بندر کې 22 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل

Next Post
د سټنډرډ ملي ادارې په اسلام قلعه بندر کې 22 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل

د سټنډرډ ملي ادارې په اسلام قلعه بندر کې 22 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.