دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د هېواد په کچه ۸۲ زره روږي کسان راټول شوي او څه باندې ۲۸ زره تنه یې تداوي شوي دي

۸۲ هزار معتاد در سطح کشور جمع آوری و بیش از ۲۸ هزار آن معالجه گردیده است
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال، په هېواد کې د روږدو کسانو د راټولو څرنګوالي او درملنې په اړه، معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، مل پاسوال عبدالنافع ټکور وویل: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولیز ډول ۴۲۱۰ عملیات تر سره شوي چې په ترڅ کې یې ۵۰۵۱ شکمن نیول شوي، د نشه یي توکو تولید ۱۸۱ کارخونې له منځه وړل شوي، څه باندې ۵۴۳ ټنه نشه یي توکي ضبط شوي، ۱۷۸۵ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کر څخه پاکه شوې او د هېواد په کچه ۸۲ زره روږدي کسان راټول شوي چې له دې جملې څخه ۲۶۸۵۰ تنه یې د کابل مربوط کېږي. 

د نوموړي په خبره، د وروستۍ یوې میاشتې په جریان کې د هېواد په کچه ۱۶۵۰۰ روږي راټول شوي چې ۶۰۰۰ یې په کابل ولایت پورې تړاو لري. 

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان وویل: په ټول هېواد کې ۳.۶ میلیونه روږي موجود دي چې ۲.۹ سلنه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

ښاغلي زمان زیاته کړه، اوسمهال د هېواد په کچه، ۲۵۰۰ روغتیایي کارکوونکي په ۶۰ روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې د روږدو کسانو په درملنه بوخت دي، چې تر دې دمه ۲۸۵۶۴ تنه تداوي شوي او ۲۲۴۵۸ تنه تر درملنې لاندې دي.

د مسوولینو په خبره، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستریز روغتون جوړېدل، په جوزجان، بامیان، ارزگان، نورستان، غزني، کندز، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د شل بستریزو روغتونونو فعالېدل، غزني او زابل ولایتونو کې د روږدو کسانو درملنې د پنځوس او سل بستریزو روغتونونو فعالېدل او په کندهار ولایت کې د معتادینو د زر بستریز روغتون جوړېدل، په وروستي یوه کال کې د عامې روغتیا وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي. 

دغه راز په دې خبري ناسته کې د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي وویل: کابل ښاروالۍ د پل سوخته ساحې د پاکونې او بیارغونې لپاره منظم پلان ترتیب او د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو په همغږۍ یې تطبیق کړ. چې د یاد پلان د تطبیق پایله کې د پل سوخته د پاکولو، رنګولو او نور اچولو چارې په ۲۵ ورځو کې بشپړې شوې او دغه پل چې د ژوند پای په نامه مشهور وو؛ اوسمهال د کابل ښار اوسېدونکو لپاره، پر یوه تفریحي ساحه او پل خوشبختي بدل شوی دی.

Previous Post

په تخار ولایت کې د آمو سیند غاړو د تحکمیاتو پروژه پیل شوه

Next Post

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس: داخلي او نړیوال سوداګر دې د افغانستان اړوند مسائلو ته لومړیتوب ورکړي

Next Post
رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء: تاجران داخلی و بین‌المللی به مسائل مربوط به افغانستان اولویت بدهند

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس: داخلي او نړیوال سوداګر دې د افغانستان اړوند مسائلو ته لومړیتوب ورکړي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.