سه شنبه, مارچ 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس: داخلي او نړیوال سوداګر دې د افغانستان اړوند مسائلو ته لومړیتوب ورکړي

رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء: تاجران داخلی و بین‌المللی به مسائل مربوط به افغانستان اولویت بدهند
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ام ټي ان مخابراتي شرکت له عمومي رئیس ښاغلي عباد ردا سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال د یاد شرکت اړوند د خدماتو او فعالیتونو راپور واورېد.

د ام ټي ان مخابراتي شرکت عمومي رئیس څرګنده کړه دوی د افغانستان لپاره د خپلو خدماتو اړوند (۳) کلن ماډرن پلان لري چې په نژدې راتلونکې کې به عملي شي. نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لورې د بهرنيو سوداګرو او مخابراتي شرکتو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په خپلو خبرو دېته په اشارې چې تېر شل کلن دور کې افغانان ډېر ځورېدلي او د پرمختګ مخه یې ډب شوی ده وویل، په افغانستان کې ټولې مخابراتي شبکې باید په خپل منځ کې سالم رقابت ترسره کړي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، داخلي او نړیوال سوداګر دې د ملت د آبادۍ په موخه راسره همکاري وکړي او په خپلو چارو کې دې د افغانستان اړوند مسائلو ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي دغه راز له ام ټي ان شرکت څخه د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د لازیات شفافیت، پراختیا، تخفیف او چټکتیا غوښتنه هم وکړه.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ام ټي ان شرکت لوی رئیس ښاغلي عباد ردا او د ده د ګروپ له لارې ټولو هغو نړیوالو سوداګرو ته چې د افغانانو د ښېګڼې لپاره یو ګام هم پورته کوي، افغانستان ته د راتګ او پانګونې بلنه ورکړه.

Previous Post

د هېواد په کچه ۸۲ زره روږي کسان راټول شوي او څه باندې ۲۸ زره تنه یې تداوي شوي دي

Next Post

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

Next Post
جلسهٔ کمیسیون تنظیم تشکیلات و معاشات به ریاست معاون اداری ریاست الوزراء تدویر یافت

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.