د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ له پاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د بدخشان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د بدخشان ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مفتي صاحب عبد المؤمن د شوری د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب ایام الدین د شوری د مرستیال په توګه، محترم مولوي صاحب نور احمد د شوری د غړي او اداري او مالي چارو د مسئول په توګه، محترم مولوي صاحب قیام الدین، محترم مفتي صاحب عبد المنان، محترم مولوي صاحب محمد سلیم، محترم شیخ صاحب محمد ذاکر، محترم مولوي صاحب امان الدین، محترم مولوي صاحب عبدالحلیم، محترم مولوي صاحب سید عبدالولي، محترم مولوي صاحب بخش الله، محترم مولوي صاحب احمد الله، محترم مولوي صاحب عبدالغفار، محترم مولوي صاحب عبد الصمد، محترم مولوي صاحب نظر محمد، محترم مولوي صاحب سیف الرحمان، محترم مولوي صاحب عبد العزیز، محترم قاري صاحب امان الله، محترم حاجي صاحب عبدالرحمان، محترم عبد التواب ندیم، محترم عبدالبصیر حقجو او محترم سرور خان د یاد ولایت د علماوو شوری د غړیو په توګه و ټاکل شول.
د بدخشان ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چې له خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون په موخه او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.