دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اسلامي امارت د مسئولینو او پاکستاني پلاوي ترمنځ هراړخيزې خبرې وشوې

دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان
0
SHARES
21
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

محترم ملا برادر اخوند سره تر ليدنې وروسته د پاکستاني پلاوي او افغان لوري ترمنځ مفصل کاري مجلس وشو، چې د ملي دفاع وزیر محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي صاحب امیر خان متقي او د استخباراتو لوی ریاست مشر محترم ملا عبد الحق وثیق پکې ګډون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګڼو لېوالتیا وړ مسايلو باندې مفصلې خبرې وشوې.

په ناسته کې، دواړو لوريو پر امنيتي اندېښنو، زموږ پر سيمه د ډرون الوتنو او د مخالفو وسله‌والو په فعاليت واضحې او مفصلې خبرې وکړې.

 همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترانزیټ، تجارتي او اقتصادي اړيکو، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ پر ستونزو او پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر مشکلاتو ګټور بحثونه وشول. دواړو لوريو وپتېيله چې اقتصادي او سوداګريز مسايل بايد د سياسي ستونزو له امله زيانمن نه شي.

په پای کې دواړو خواوو د خبرو او تفاهم له لارې د مسائلو پر حل او د سیاسي او اقتصادي روابطو پر پراختیا او تقويې ټینګار وکړ.

Previous Post

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخي د غزني ولایت د علماوو شوری هم جوړه شوه

Next Post

د پاسپورټ لوی ریاست: د روان کال د کب په لسمه، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

Next Post
د پاسپورټ لوی ریاست: د روان کال د کب په لسمه، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ لوی ریاست: د روان کال د کب په لسمه، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.