چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د پاسپورټ لوی ریاست: د روان کال د کب په لسمه، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ لوی ریاست: د روان کال د کب په لسمه، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د پاسپورټ لوی ریاست مسوولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېدو په اړه، خبر ورکړ.

د پاسپورټ لوی رییس، پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب وویل: خلکو ته د اسانتیاوو برابرول او د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه؛ د اسلامي امارت پالېسي ده، د همدې پالېسۍ له مخې مونږ د روان کال د کب په لسمه، په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلوو.

د پاسپورټ لوی رییس زیاته کړه، په وروستي یوه کال کې له فساد سره د مبارزې، جعل کارۍ او تزویر مخنیوي برخه کې جدي هڅې پیل شوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۱۵۰ تنه کمېشن کاران او فساد کوونکي کسان نیول شوي او عدلي او قضایي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

دغه راز ښاغلي حسیب زیاته کړه، که څه هم د پاسپورټ وېش بهیر درېدلی وو؛ خو بیا هم دغه ریاست، محصلینو، ناروغانو، سوداګرو او د حج او عمرې متقاضیانو ته پاسپورټونه، ورکړي دي.

د دغه ریاست مسوولین وایي، د چټکو، رڼو او ډاډمنو خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د یاد ریاست مرکزي او ولایتي دفترونه په ښه ډول تجهیز شوي او له افغان پوست شرکت سره د تفاهم لیک په لاسلیکولو، د ریاست په مقر کې د پېژندپاڼو د تاییدۍ دفتر په رامنځته کولو، د انلاین فورمو سیستم په انکشاف، د بانکي تعرفې د الکترونیکي سیستم په رامنځته کولو، د سیستمونو په پراختیا او پیاوړتیا، د مراجعینو په تنظیم او اسنادو طی مراحلو سره؛ هېوادوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

Previous Post

د اسلامي امارت د مسئولینو او پاکستاني پلاوي ترمنځ هراړخيزې خبرې وشوې

Next Post

افغانستان د ډبرو سکرو له صادراتو ۱۳۶ میلیون دالر راټول کړي دي

Next Post
Afghanistan Collects $136 Million in Customs Duties from Coal Exports

افغانستان د ډبرو سکرو له صادراتو ۱۳۶ میلیون دالر راټول کړي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.