د افغانستان مالیې وزارت د شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې په تېرو لس میاشتو کې یې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه ۱۲.۱ میلیارد افغانۍ ( ۱۳۶.۶ میلیون دالر) ګمرکي محصول راټول کړی دی.
دغه وزارت په ډاګه کړې؛ د ۲۰۲۲ ز. کال د مارچ له ۲۱ څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۲۰ نېټې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه سکاره صادر شوي دي.
د تېر کال په همدې موده کې افغانستان نهه سوه ۴۸ زره کسان سکاره صادر کړي وه او ۱.۸۹ میلیارد افغانۍ (۲۱.۳ میلیون دالر) یې ګمرکي محصول راټول کړي وه.
د ډبرو سکرو له صادراتو څخه د ګمرکي محصولاتو عواید ۱۱۵.۳ میلیون دالر زیات شوي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ډبرو سکرو صادرات؛ ځکه زیات شوي، چې د تورخم له لارې صادراتو ۲۴ ساعته ګمرکي چارې تر سره کیږي.