دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

سږ کال ننګرهار کې د کوکنارو ۹زره جریب فصلونه له منځه وړل شوي

The Ministry of Interior Says That It Has Banned Poppy Cultivation
0
SHARES
15
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستيال وایي، په ننګرهار ولايت کې سږ کال پر ۹۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنارو له منځه وړل شوي دي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخندزاده د کب په ۶مه جلال‌اباد ښار کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت مسوولينو او د ننګرهار د چارواکو ترڅنګ د دغه ولايت قومي مشرانو او عامو خلکو هم برخه اخیستې وه.

ياده غونډه خلکو ته د اسلامي امارت د مشر د هغه فرمان اورولو په تړاو جوړه شوې وه چې د نشه‌يي توکو کر، کاروبار، پلور او پېر باندې په کې بنديز لګول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخندزاده وويل، د اميرالمؤمنين د ۴۰۵ ګڼه فرمان له مخې چې د ۱۴۴۲ کال په وروستيو کې صادر شوی، په ټول هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو کښت، کاروبار، پېر او پلور بند دی او له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

نوموړي وويل، په ننګرهار کې نهه زره جريب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې، خو په نازيانو، سپین‌غر او اچين ولسواليو کې په کمه اندازه پاتې ده چې ډېر ژر به پاکه شي.

په ياده غونډه کې د ننګرهار ځایي چارواکو هم ډاډ ورکړ چې د کوکنارو د کښت، قاچاق او نشه‌يي توکو مخنيوي برخو کې به هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.

Previous Post

تېرو لسو میاشتو کې د ډبرو سکرو ګمرکي محصول له درکه نږدې ۱۳ میلیارد افغانۍ عواید ټول شوي

Next Post

واشنګتن دې د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې بېرته وروسپاري

Next Post
China Calls on Washington to Return Afghanistan’s Frozen Assets 

واشنګتن دې د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې بېرته وروسپاري

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.