د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر او د ګمرکي محصول له درکه یې له ۱۲ میلیارد افغانیو ډېر عواید ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
یاد وزارت له خپلې ټویټرپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې چې له یوې خوا یې د ډبرو سکرو پر صادراتو مثبت اغېز کړی او له بل لوري یې د تېر کال په پرتله د ډبرو سکرو ګمرکي عواید هم فوقالعاده لوړ کړي دي.
سرچینې لیکلي، د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواده شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي وو چې له درکه یې ۱ میلیارد او ۸۹۳ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه شوي وو.
د سرچینې په خبره، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي چې له درکه یې ۱۲ میلیارد او ۸۰۸ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول راټول شوی چې دغه رقم د تېر کال په پرتله ۱۰ میلیارد او ۲۵۰ میلیون افغانۍ زیاتوالی ښیي.
سرچینه کاږي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د تورخم په سرحدي ګمرک کې ډبرو سکرو ته د صادرولو اجازه ورکړه چې پخوا یې پر دې لاره اجازه نه درلوده؛ دغهراز یې په دغه ګمرک کې ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته کړل چې په پایله کې یې د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي مثبت اغېز وکړ.
اوسمهال د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي چې د صادراتو ورځنۍ کچه یې له ۱۳ تر ۱۵ زره ټنه ده، خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه موده مخکې ویلي و چې هڅې روانې دي له ایران سره هم د ډبرو سکرو صادراتو هوکړهلیک لاسلیک شي.
د مالیې وزارت د روانۍ کب میاشتې په لومړۍ ویلي و چې د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې یې په لومړي ځل د مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارد افغانۍ له ګمرکونو راټولې کړې دي.
یاد وزارت ویلي و چې له دې مخکې د هېواد ګمرکونو کلني عواید له ۷۲ میلیارد افغانیو لوړ شوي نه دي.