د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په را روان کال کې به په بدخشان ولایت کې ۴۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شي.
دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمدحسن غیاثي په کابل کې د بدخشان ولایت د روغتیايي ستونزو په اړه جوړې شوې غونډې په څنډه کې وکړې.
هغه وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته په کمي او کیفي توګه ارتقا ورکړي.
نوموړی وایي، د عامې روغتیا وزارت یو پلاوى بدخشان ته تللى و او هلته یې له خلکو سره له نږدې ليدلي او د هغوی ستونزې يې اورېدلې دي.
هغه زياتوي، د یاد پلاوي د ارزونې په پايله کې به په راتلونکي کال کې د بدخشان ولايت د روغتيايي مرکزونو شمېر له ١٥٠ څخه ٢٠٠ ته لوړ کړاى شي.
همدارنګه په دغه ورکشاپ کې د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیقالله وویل چې په دغه ولایت کې د لارو د ستونزو له امله زیاتره خلک نه شي کولی چې روغتیایي خدماتو ته په اسانه لاسرسی پيدا کړي.
نوموړی له مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې په بدخشان کې دې له روغتیايي مرکزونو سره مرسته وکړي څو د خلکو ستونزې حل شي.
د یادونې ده، ډېر مهال د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو له امله د بدخشان د ولسواليو لارې له مرکز سره تړلې وي او خلک يې نه شي کولاى خپل ناروغان مرکز او يا هم نورو ولايتونو ته انتقال کړي.