چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ټولګټو وزارت لویو لارو کې د لنډمهاله تمځایونو جوړولو طرحه جوړه کړې ده

د ټولګټو وزارت لویو لارو کې د لنډمهاله تمځایونو جوړولو طرحه جوړه کړې ده
0
SHARES
18
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ټولګټو وزارت وایي چې د هېواد لویو لارو په اوږدو کې د لنډمهاله تمځایونو جوړولو طرحه یې چمتو کړې او له اړوندو شرکتونو او اشخاصو یې غوښتي چې پر لویو لاره درولې لوحې لرې کړي.

د لویو لارو د خط اچونې، د ترافیکي لوحو لګولو او د غیر ضروري لوحو لرې کولو په اړه د ټولګټو وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي چې دا پرېکړه د کابینې په غونډه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د دې پرېکړې له مخې، د جوړې شوې طرحې (د ترافیکي پېښو او بې نظمیو مخنیوي طرحه) د تطبیق په موخه د ترافیکو ریاست په همکارۍ د هېواد په ٢٨ ولایتونو کې د ترافیکي نښو او لوحو نصب، د غیرضروري لوحو ټولول، د مقعرو او محدبو هیندارو نصبولو په موخه د مقدماتي سروې چارې بشپړې کړې او په څلورو نورو ولایتونو کې لا هم دوام لري.

دغه وزارت ویلي، د یادې طرحې هغه برخې چې ټولګټو وزارت اړوند دي، د مالي تمویل په موخه مالیې وزارت ته لېږل شوې چې د بودجې له تمویل سره سم به یې د ترافیکو ریاست او د ولایتونو ښاروالیو په همکارۍ عملي کار پیل شي.

ټولګټو وزارت په یاده خبرتیا کې ویلي، د هېوادوالو د ځاني او مالي زیان مخنیوي او د غیر فعالو عایداتي سرچینو فعالولو په موخه په صعب العبور مسیرونو (د کابل ۔ جلال‌اباد لویې لارې په ماهیپر سيمه کې د کابل ۔ ګردېز لویې لارې په تېرې کوتل سیمه کې، د ګردېز ۔ خوست لویې لارې په سټو کنډو سیمه کې، د سالنګونو او کابل ۔ کندهار لویو لارو) په اوږدو کې د لنډمهاله تمځایونو جوړولو طرحه هم چمتو کړې او د بودجې د تمویل په موخه مالیې وزارت ته استول شوې چې له تمويلېدو سره سم به یې د تطبیق کار پیل شي.

ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د لویو لارو په اوږدو کې دې د غیر ضروري لوحو له نصبولو ډډه وکړي او شته غیر ضروري لوحې دې له لویو لارو لرې کړي او له دغه وزارت سره دې د یادې طرحې په تطبیق کې مرسته وکړي.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه

Next Post

د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې

Next Post
د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.