چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له افغان رسنیو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له افغان رسنیو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه
0
SHARES
8
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې وايي د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره يې هڅې پیل کړي، د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

د ياد شوي وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له ځانګړي سیاسي استازي توماس نیکلسن، د اروپايي ټولنې له سفیرې رافیلا یودېچه، د یادې ټولنې له ستر سلاکار جیني ګرین او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو له کبله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د روان وضعیت او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچينه زياتوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له ازاد فعالیت څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او د هېواد د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې ژمنه يې وکړه.

سرچينه وايي، ملا خیر الله خیرخواه همدارنګه له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې توماس نیکلسن په دغه کتنه کې د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې، د بیان ازادۍ په ځانګړې توګه د رسنیزو تخطیو د څېړنې کمېسیون په تړاو خبرې وکړې او په دې تړاو يې د اسلامي امارت کړنې وستایلې.

سرچينه زياتوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اروپايي ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې هڅې پیل کړې دي.

Previous Post

د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Next Post

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره وکتل

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء با رئیس و اعضای اتحادیه مکاتب خصوصی

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.