چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره وکتل

دیدار رئیس عمومی دفتر مقام عالی ریاست الوزراء با رئیس و اعضای اتحادیه مکاتب خصوصی
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع خادم په ارګ کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره وکتل.

په پیل کې، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي اسدالله بلال کریمي ټولنې ته د خصوصي ښوونځیو خدمتونه وستایل وې ویل، په اسلامي روحیه او عصري اړتیاوو د نوي نسل روزنه ستاسو مسوولیت دی او موږ په دې برخه کې ستاسو بشپړ ملاتړ کوو.

ښاغلي کریمي زیاته کړه، اسلامي امارت د علم او پوهې تږی دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی.

نوموړي وویل: «تاسو د ملت او حکومت ترمنځ د ملاتړي نقش لرئ او د دې هدف پیاوړتیا لپاره باید مسلک، تقوا، تعهد او اخلاقو ته ډېر پام وکړئ.»

ورپسې د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس محمد عظیم میدانوال په مفصل ډول د دې سکتور لاسته راوړنې تشریح کړې وې ویل، په ټول هیواد کې له یو تر یونیم میلیون زده‌کوونکي لرو، شاوخوا دوه لکه هیوادوالو ته مو کاري فرصتونه برابر کړي، له عمده مالیه ورکوونکو څخه یو او د زده کوونکو کیفیت ښه والي لپاره مو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.

همداراز د دې ټولنې غړو اسلام الدین یارمل او محمد هارون رسولي د خصوصي ښوونځیو مقرره کې د اصلاحاتو راوستو، د جواز دایمي کولو، د متعددو جوازونو له منځه وړلو، بانکي تضمین لغوه کولو، د مالیې لوړولو او د ستونزو حل لپاره د یو ګډ کمېسیون جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیواد او اسلام ته د خصوصي ښوونځیو خدمتونه وستایل زیاته یې کړه، پوهنه د ټولنې لپاره د ملا تیر حیثیت لري او اسلامي امارت له نړۍ سره د سیال کېدو لپاره ستاسو هر ډول همکاري کوي.

ډاکترملا عبدالواسع د دښمنانو تبلیغاتو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د عصري او لوړو زده کړو پلوی دی او هیوادوالو ته په دې برخه کې د امکاناتو او اسانتیاوو په برابرولو کار کوي. د خصوصي ښوونځیو اتحادیه دی د موجوده مخربانه ویناوو او شایعاتو د مخنیوي لپاره  یو لاس شي او د اذهانو په جوړولو دی درست ډول کار وکړي.

ډاکترملا عبدالواسع د هیوادوالو له زغم او حوصلې څخه مننه وکړه وې ویل، په ځینو برخو کې که مالیې لوړې شوې دي، نو فساد لمنځه تللی دی او په بدل کې یې هیوادوالو ته خدمات هم ښه شوي دي.

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د امکاناتو په چوکاټ کې تاسو ته اسانتیاوې رامنځته کوي او د حل په موخه به مو ستونزې او وړاندیزونه اړوندو ادارو سره شریک شي.

Previous Post

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له افغان رسنیو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه

Next Post

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post
جلسه کمیسیون تنظیم تشکیلات و معاشات تدویر یافت

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.