چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د دې سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې په اړه چې په هغه کې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټينګار وشو ، معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د بشري مرستو پر دوام سربېره په نورو برخو کې او له هغې جملې د پراختیایي پروژو د مرستو ټينګار هم وشو او پرېکړه وشوه جې یو فني او تخنیکي ټيم دې د افغانستان د نورو اړتیاوو د ارزونې لپاره واستول شي.

 همدارنګه په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي علماو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ، طارق علي بخیت او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، خوښ یم چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان سره نږدې مناسبات لري او په نېک نظر ورته  ګوري.

نوموړي دېته په اشارې چې د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي په افغانستان کې مهم او مثبت رول ولوبوي. وویل د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې چې په هغه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پرېکړه وشوه، هرکلی کوو او د بشري قوا د ظرفیت لوړولو، روغتیا او نورو برخو کې د مرستې لپاره د زیاتې پاملرنې غوښتونکي یوو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي  د اسلامي امارت د حاکمیت راهیسې د مثبتو ترسره شویو کړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، سراسري امنیت تامین شوی، عمومي عفوه اعلان شوې، اداري فساد ختم او د نشه یي توکو کښت، قاچاق او سوداګري چې د ټولې نړۍ لپاره لوی مصیبت وو، منع شویدی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال همدارنګه وویل، که د O.I.C ناستو ته په بېلابېلو کچو د اسلامي امارت استازي وروبلل شي او له هغوی سره سلاوې وشي او مستقیما یې نظریات واورېدل شي، نو اغېزناکې پایلې به ولري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي هیوادونو شرکتونه دعوت کړل چې  د کانونو د رااېستلو، د انرژۍ تولید، مواصلات او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Previous Post

د اسلامي امارت د اعتماد او اقتصاد طرحې بیاکتنې کمېسیون غونډه ترسره شوه

Next Post

د ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان

د ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.