دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

له یو تن ملي سوداګر الحاج ابراهیم حبیب یار سره د ریاست الوزارء اداري مرستیال کتنه

له یو تن ملي سوداګر الحاج ابراهیم حبیب یار سره د ریاست الوزارء اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
7
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له یو تن ملي سوداګر الحاج ابراهیم حبیب یار سره وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې محترم حبیب یار د اقتصادي وضعیت، سوداګرۍ او بازار په اړه خبرې وکړې وې ویل، د سوداګرۍ او پانګوالۍ په بحث کې تر ټولو مهمه موضوع د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنیت خوندیتوب دی چې د اسلامي نظام له استقرار راوروسته تامین شوی دی.

محترم حبیب یار زیاته کړه، ډېری افغان سوداګر او پانګوال په بېلابېلو برخو کې په هیواد کې پانګونې ته لېواله دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو له لورې د لازیاتو اسانتیاو برابرېدو او د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي له مسوولینو وغوښتل چې د هیواد سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم حبیب یار ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت په هیواد کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د پانګوالو د اقتصادي فعالیتونو او مالي او ځاني امنیت تامین ته ژمن دی.

Previous Post

د فاریاب له یو شمېر علماؤ او مشرانو سره د ریاست الوزارء اداري مرستیال کتنه

Next Post

رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت یو نیالګی کېنوه

Next Post
رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت یو نیالګی کېنوه

رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت یو نیالګی کېنوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.