چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ترافیک پولیسو عمومي رییس: یوه کیلي ښي لاس وسایطو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکول کېږي

رئیس عمومی پولیس ترافیک: برای وسایط نقلیه یک کلید دست راست، پلیت و جواز سیر سه ساله داده می شود
0
SHARES
27
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

دغه خبره د ترافیک پولیسو عمومي رییس، پاسوال حسیب الله مختار، نن شنبه (۲۰ کب) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړه.

 د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، مولوي محمد نبي عمري، چې په یاد کنفرانس کې یې ګډون کړی وو، وویل: له ډېر وخت راهیسې د یوې کیلي ښي لاس وسایطو ستونزه موجوده وه؛ له نېکه مرغه اوسمهال د ترافیک پولیسو عمومي ریاست د یادې ستونزې د حل لپاره مشخصه طرحه جوړه کړې او د ذیصلاح چارواکو د لارښوونې پر بنسټ، د دغې طرحې تطبیق له همدې ورځې په ټول هېواد کې پیلېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د ترافیک پولیسو د عمومي ریاست د خدمتونو ستاینه وکړه، د یادې طرحې پلي کېدو برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې ترافیکي قوانین په جدي توګه مراعت کړي.

وروسته د ترافیک پولیسو عمومي رییس، پاسوال حسیب الله مختار وویل: وروستیو درې لسیزو کې یوه کیلي ښي لاس وسایط په ناقانونه ډول هېواد ته را وارد شوي چې دې چارې په ترافیکي نظام او ښاري نظم کې زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.

د نوموړي په خبره، د ترافیکي نظم ښه والي، جنایي جرمونو کچې کموالي او د هېواد اقتصاد پیاوړتیا په خاطر، د اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، یوه کیلي (ښي لاس) وسایطو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکول کېږي.

د ترافیک پولیسو عمومي رییس زیاته کړه: په مرکز او ولایتونو کې د وسایطو د ثبتولو مرکزونه فعال شوي او د یوه کیلي ښي لاس وسایطو ثبتېدو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

دغه راز ښاغلي مختار وویل: د روان کال د کب په شلمه، په ټول هېواد کې د یوې کیلي ښي لاس وسایطو د ثبتولو بهیر پیلېږي او له هېوادوالو نه مې غوښتنه داده چې خپل وسایط ثبت کړي.

د ترافیک پولیسو عمومي رییس ټینګار وکړ، چې که متصرفین په راتلونکو درې میاشتو کې خپل نقلیه وسایط ثبت نه کړي، نو وسایط یې ضبطېږي او له متصرفینو سره یې قانوني چلند کېږي.

Previous Post

هندوستان افغانستان سره د ۲۰ زره میټرک ټنه غنمو مرسته اعلان کړه

Next Post

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

Next Post
د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.