دوشنبه, مارچ 27, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د غالیو صنعت ته نورې آسانتیاوې هم برابروو

د غالیو صنعت ته نورې آسانتیاوې هم برابروو
0
SHARES
11
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اقتصاد وزارت څرګنده کړې؛ د بهرنیو وارداتو پر پرتله د افغان غالیو له تولید ملاتړ کوو او غواړو تولیداتو ته یې ډېرې نورې آستانیتاوې برابرې کړو.

یو شمېر مسوولینو په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د غالیو له صنعت څخه ملاتړ د اسلامي امارت لومړیتوب دی او هڅه کوي، چې د بهرنیو تولیداتو د زیاتو واردولو پر وړاندې له کورنیو تولیداتو په ځانګړي توګه افغان غالۍ وکارول شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ويلي، د یو خصوصي بانک له لوري د غالیو تولیدونکیو ته د کوچنیو پورونو ورکړه په هېواد کې د غالیو له سکتور څخه د ملاتړ ښه بېلګه ده.

عبداللطیف نظري په دې اړه وایي: د نظام پراخه پالیسي له کورنیو تولیداتو ملاتړ دی؛ د غالیو صنعت کولی شي د نورو تولیداتو ترڅنګ زمونږ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو په زیاتوالي کې رغنده او روښانه ونډه ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د غالیو د صنعت پر وړاندې پرتې  ستونزې به اوارې شي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ سږکال په هېواد کې غالیو تولیدات څلوېښت سلنه ډېر شوي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال قدرت الله جمال د غالیو د تولید پر وړاندې د پرتو ستونزو د اواري پر ډاډ سربېره ټینګار کوي، چې دغه وزارت به دغالیو له صنعته بنسټیز ملاتړ وکړي.

په هېواد کې د غالیو یو شمېر تولید کوونکيو ويلي، روان کال په هېواد کې د غالیو تولید څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی.

دوی له حکومت څخه غواړي، چې د افغان غالیو لپاره دې دوی ته په نړیوالو بازارونو کې د خرڅلاو زمینه برابره شي.

په بانکي سیستم کې ستونزې، د هوايي دهلیزونو نشتوالی، د ګمرکي تعروفې لوړوالی د غالیو د تولید کوونکیو پر وړاندې له شته ستونزو څخه دي. دا مهال په هېواد کې څه باندې یو میلیون وګړي د غالیو پر تولید بوخت دي، چې ډېره برخه یې نجونې او میرمنې دي.

Previous Post

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post

محترم مفتي انعام الله سمنګاني: د نیالګیو کېښودلو فرهنګ ترویجول، د انساني ټولنې اساسي اړتیا او پر طبیعت پانګونه ده

Next Post
محترم مفتی انعام الله سمنگانی: احیا و ترویج فرهنگ نهال شانی، نیاز اساسی و بنیادی جامعه امروزی انسانی و سرمایه گذاری بر طبیعت است

محترم مفتي انعام الله سمنګاني: د نیالګیو کېښودلو فرهنګ ترویجول، د انساني ټولنې اساسي اړتیا او پر طبیعت پانګونه ده

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.