د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبري پلاوي د یو لړ مراسمو پر مهال، د یاد مرکز په انګړ کې یو شمېر نیالګي کېښودل.
د دې مراسمو په جریان کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس، محترم مفتي انعام الله سمنګاني وویل: د نیالګیو کېښودلو فرهنګ ترویجول، د انساني ټولنې اساسي اړتیا او پر طبیعت پانګونه ده، دا چاره نه یوازې د چاپېریال د ښکلا لامل ګرځي؛ بلکې په اخرت کې هم زمونږ د بریا سبب کېږي.
محترم مفتي انعام الله سمنګاني د کابل ښاروالۍ هڅې وستایلې او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د نیالګیو کېښودلو پروسه کې فعاله ونډه واخلي او د نیالګیو په کېښودلو او ساتلو سره خپل دیني، ملي او ټولنیز مسوولیت ادا کړي.
د کابل ښاروالۍ لخوا د نیالګیو کېښودلو کمپاین پیل شوي او تمه ده چې د کابل ښار په مربوطاتو کې ۶۰۰ زره میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېږدي.