چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: بهرني شرکتونه او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: بهرني شرکتونه او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل.

په پيل کې، دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په تامين خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې يې وويل، افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتو دي.

هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده، نو د اسلامي امارت په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیا رغاونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چين – افغانستان مثبتو اړيکو ته په اشارې زياته کړه، افغانستان د چينايي سوداګرو پانګونې ته خوشبين دی او د ياد هيواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته يې افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.

Previous Post

محترم مفتي انعام الله سمنګاني: د نیالګیو کېښودلو فرهنګ ترویجول، د انساني ټولنې اساسي اړتیا او پر طبیعت پانګونه ده

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به متوازن انکشاف رامنځته کړي

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به متوازن انکشاف رامنځته کړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به متوازن انکشاف رامنځته کړي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.