چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
0
SHARES
8
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ دې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې کمېټه دې د ترانسپورټ په سکټور کې شته ستونزې وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدا راز د بې اسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه او اړوندو چارو وخت د شته کړنلارې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال تر پایه تمدید شو.

همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غور ولایت د سرب او جستو کان داوطلبۍ اړوند مجموعي راپور او د تصمیم نیونې معیارونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د اقتصادي کمېسیون غړو وزارتونو سره شریک کړي؛ څو د نهايي تصمیم نیونې په موخه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې ناسته کې پرېکړه وشي.

همدا راز په غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د نوري فایبر لین په کرایې او اجارې ورکولو د اقتصادي طرحې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان ټيلي کام شرکت استازي دې د نوري فایبر موضوع وڅېړي او راپور د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار جوړولو اړوند هغه ودانیزې پروژې چې ځمکې یې د قبالو د تضمین په شان د تصفیې قانوني اسناد ولري، د کور او ښار جوړولو وزارت کولای شي چې د دا ډول پروژو او چارو مربوطه اسناد د منظورۍ په موخه په مقطعي ډول اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي او له منظورۍ وروسته ته دې عملاً خلکو ته د کار اجازه ورکړي.

Previous Post

مولوي عبدالکبیر: د ګیان ولسوالۍ د خلکو ستونزو  د حل لپاره عاجل اقدام کوو

Next Post

محترم رئیس الوزرا د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده

Next Post
محترم رئیس الوزرا د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده

محترم رئیس الوزرا د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.