یکشنبه, اکتوبر 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

مولوي عبدالکبیر: د ګیان ولسوالۍ د خلکو ستونزو  د حل لپاره عاجل اقدام کوو

مولوي عبدالکبیر: د ګیان ولسوالۍ د خلکو ستونزو  د حل لپاره عاجل اقدام کوو
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر سپیدار ماڼۍ کې د  پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ګیان ولسوالۍ قومي مشرانو د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې شریکې کړې وی ویل، د زلزلې له امله د دې ولسوالۍ خلک سخت زیانمن شوي او دا مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغوی وویل، د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي د سرپناه، روغتیایي مرکزونو، سړکونو، استنادي دېوالونو او پاکو اوبو د نشتون له امله له ستونزو کړیږي او غوښتنه یې وکړه چې د دوی د ستونزو په حل کې دې اقدامات وشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دوی ته په خطاب کې وویل، د ګیان د خلکو غم د ټولو افغانانو غم و او ټول هېوادوال پرې دردېدلي دي.

هغه وویل، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته به په اساسي ډول رسيدګي وشي او د حل لپاره به یې  عاجل اقدامات وکړو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، د سرپناه، سړکونو او روغتیایي مرکزونو جوړول حیاتي اړتیا ده چې ځانګړې پاملرنه به ورته وشي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به متوازن انکشاف رامنځته کړي

Next Post

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Next Post
د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.