د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر سپیدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ګیان ولسوالۍ قومي مشرانو د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې شریکې کړې وی ویل، د زلزلې له امله د دې ولسوالۍ خلک سخت زیانمن شوي او دا مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغوی وویل، د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي د سرپناه، روغتیایي مرکزونو، سړکونو، استنادي دېوالونو او پاکو اوبو د نشتون له امله له ستونزو کړیږي او غوښتنه یې وکړه چې د دوی د ستونزو په حل کې دې اقدامات وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دوی ته په خطاب کې وویل، د ګیان د خلکو غم د ټولو افغانانو غم و او ټول هېوادوال پرې دردېدلي دي.
هغه وویل، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته به په اساسي ډول رسيدګي وشي او د حل لپاره به یې عاجل اقدامات وکړو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، د سرپناه، سړکونو او روغتیایي مرکزونو جوړول حیاتي اړتیا ده چې ځانګړې پاملرنه به ورته وشي.