د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د کمېسيون د اجنډا پر موضوعاتو او همداراز؛ د عامې روغتيا او لوړو زده کړو وزارتونو او د افغانستان طبي شورا ترمنځ د همغږۍ کمېټې جوړولو، د ترانسپورټ او هوايي چلند محترم وزارت د هوايي ډګرونو اړتيا وړ تشکيلاتو، د کابل ښاروالۍ د خريدارۍ لپاره د پولي صلاحيت پر موضوعاتو او همداراز د پخوانيو بحثونو او موضوعاتو په دوام د ۱۴۰۲ مالي کال په انکشافي بودجه کې د ترميماتو او څارنې او ساتنې لګښتونو شاملولو، د تدارکاتي، ګمارنو او عوايدو ټولولو چارو او خدمتونو وړاندې کولو لپاره د تدارکاتي کمېټو جوړولو او د جمهوريت روغتون پر اصلاحاتو هر اړخيز بحثونه وشول او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.