چهارشنبه, مارچ 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره: په بېلابېلو امارتي ادارو کې ۳۰۴ پېچلې پروسې ساده شوي دي

ادارۀ اصلاحات اداری و خدمات ملکی: ۳۰۴ پروسه پیچیده در ادارات مختلف امارتی ساده شده است
0
SHARES
16
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې ۳۰۴ پېچلې او وخت نیونکې پروسې ساده کړي دي.

د یادې ادارې رییس، مولوي عبدالحنان عارف الله، د یکشنبې په ورځ (۲۸ کب) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ساده شوو پروسو د تطبیقي هوکړه لیکونو د لاسلیک په تړاو جوړه شوې خبري ناسته کې د ساده شویو پروسو په اړه معلومات ورکړل وې ویل: دا د اسلامي امارت پالېسي ده، چې عامه ادارې خپل خدمتونه چټک او شفاف کړي څو په دې برخه کې د ولس ستونزې هوارې شي.

ښاغلي عارف الله زیاته کړه، په تېرو یولس میاشتو کې په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې ۳۰۴ پېچلې او وخت نیونکي پروسې لنډې او ساده شوي دي. نوموړي وویل د یادونې وړ ده، چې په تېره اداره کې د ۱۲ کلونو پر مهال د زیاتو لګښتونو په ګاللو سره، یوازې ۱۷۶ پروسې ساده شوې وې.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، شیخ ندا محمد ندیم په دې ناسته کې وینا وکړه وې ویل: مونږ چې د خدمت لپاره ټاکل شوي یو، یوازېنی هدف مو دا ده چې د ولس ستونزې هوارې کړو. ښاغلي ندیم زیاته کړه، له ولس سره مو ژمنه کړې وه چې پېچلې او وخت نیونکي پروسې به لنډوو او په دې برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې را سره مرسته وکړه چې له همکارۍ نه یې منندی یو.

دغه راز ښاغلي ندیم وویل، د پېچلو پروسو ساده کول د اداري فساد له منځه وړلو برخه کې هم مرسته کوي او د وزارت اړوندو ریاستونو ته مې لارښوونه داده چې د ساده شویو پروسو طرحې په سمدستي ډول پلې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال الحاج حافظ مولوي عبدالحسیب حامد وویل: پخوا د ډیپلوم اخیستلو پروسه تر یوې میاشتې پورې یې وخت نیوو اوس د پروسو په ساده کولو سره په ۲ یا ۳ ورځو کې ډیپلوم متقاضي ته ورکول کیږي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده ادارې رییس، مولوي غلام حیدر شهامت وویل: په تېره اداره کې اداري فساد د اصلاحاتو مانع وو؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره، د اداري فساد مخنیوي برخه کې کوټلي ګامونه پورته شول او د اصلاحاتو بهیر چټک شو. ښاغلي شهامت زیاته کړه، مونږ د هر هغه اقدام هر کلی کوو چې د ولس په ګټه وي.

دغه ناسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسوولینو ترمنځ د ساده شوو پروسو د تطبیقي هوکړه لیکونو په لاسلیک سره، پای ته ورسېده.

Previous Post

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

Next Post

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.