دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اقتصادي کمیسیون فوق العاده غونډه ترسره شوه

د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
0
SHARES
10
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د وړاندیز شویو پروژو (له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې څخه د کابل  تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندۍ کې د سب سټېشن) د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمویل سرچینې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اجراآتو په موخه د لسو ورځو په موده کې اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي څو له هغه وروسته یې په بېړنۍ توګه چارې پیل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي.

همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون، له اقتصاد، کور او ښار جوړولو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د ښاري طراحي اصولو ته په کتو دې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له چوک څخه تر پښتون مارکېټ پورې اړونده ځمکې بېلابېل اړخونه وڅېړي او خپل راپور دې د وروستي تصمیم په موخه، اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د (۱۰۰۰) جریبه شاړې ځمکې اړوند دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ له اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه جوړه شوې کمېټه دې له یادې سیمې څخه لیدنه وکړي، د خلکو غوښتنو ته په کتو دې د قضیې اړخونه وڅېړي او د ځمکې اجارې، د قرارداد مودې په اړه دې خپل نظرونه له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د (۸) انکشافي شوراګانو حسابونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په وزارتونو او نورو ارګانونو کې د یادو شوراګانو طلباتو او تضمیناتو د ورکړې او له دغو شوراګانو سره د دولت د پاتې اجناسو په برخه کې د اجراآت ترسره کړي.

Previous Post

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو، د وزارت د تېر کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

Next Post
مسوولان وزارت امور داخله گزارش اجراات یک سال اخیر را ارائه کردند

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو، د وزارت د تېر کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.