چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه
0
SHARES
14
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران و الحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله په لارښوونه، د پخوانۍ غونډې په دوام ترسره شوه.

دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو محترم کمېسيون غړو او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر استازي محترم مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاري صاحب دين محمد حنيف او د اقتصادي محترم کمېسيون استازي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم حاجي صاحب نورالدين عزیزي، د ماليې وزارت د ګمرکونو مرستيال محترم حاجي ملا ناصر اخند او د هغه وزارت تخنيکي او مسلکي متخصيصينو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي محترم خان جان الکوزي، د افغانستان د صنعت برخې استازي عزيز احمد مومند، د صنايعو او کانونو خونې رئيس شېرباز کمين زاده، د کسبه کارانو خونې سرپرست شيرين اغا سخي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئيس حاجي خان محمد فروتن، د افغانستان د غاليو ټولنې مديره پلاوي مرستيال قربانعلي جمشيدزاده او د خصوصي سکتور په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې پر صادراتو د مالياتو تخفيف، په زونونو کې د پاسپورټونو وېش زمينې برابرولو او د سوداګرو او صنعتکارانو د ويزو مشکل حل، له پنځو کلونو څخه په يو کال کې د شرکتونو د ارزونې تعديل، په قراردادي برخو ماليات او د صنعتکارانو انتفاعي ماليات، د کوچنیو فابريکو پر عايداتو د مالياتو تخفيف، په اړوندو ولایتونو کې د شرکتونو دوسيو ارزونه او لېږد، په اړينو ځايونو کې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسان خدمت مرکزونو او واحد چتر جوړولو په اړه هر اړخيز بحث او لازم تصميمونه ونيول شول.

په پای کې د سوداګریزو، مالياتي او جوازونو اخيستو چارو روښانه کېدو او پېچلتياوو حل لپاره تخصصي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو موضوع په هر اړخيز ډول وارزوي او راتلونکې غونډې ته يې وړاندې کړي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال د تخار والي سره وکتل

Next Post

د اقتصادي کمیسیون فوق العاده غونډه ترسره شوه

Next Post
د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمیسیون فوق العاده غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.