یکشنبه, اکتوبر 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمېر مشرانو سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه

دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزراء با بزرگان قوم کوچی زون مشرقی
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.

د دغې کتنې په پیل د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، کوچي قوم په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترڅنګ د اسلامي نظام د برقرارۍ هڅې کړي دي، موږ مسوولیت لرو د خپل توان په اندازه د دوی ستونزې حل او خدمت یې وکړو.

وروسته مولوي نواب ملاخېل د کوچي قوم د اړتیاؤ او ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل، کوچیان د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ژوند کوي او موږ په شرقي زون کې د کوچیانو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړېدو غوښتونکي یوو.

ورپسې انجنیر نجیب الله د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، کوچي قوم د اسلامي نظام د برقرارۍ لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او موږ د خپلو حقوقي ستونزو د حل او سرپناه برابرولو برخې ته ځانګړې پاملرنه غواړو.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، موږ ویاړو چې د افغانستان د بېلابېلو اقوامو ستونزې اورو او د حل لپاره یې د خپل وس او توان مطابق کوښښ کوو.

نوموړي په افغانستان کې د اسلامي نظام د برقرارۍ لپاره د کوچیانو د همکارۍ قدرداني وکړه وې ویل، د تېرو شلو کلونو او تر هغې ور هاخوا پر ستونزو او ورانۍ غلبه په یوه یا دوه کلونو کې امکان نه لري، بناء ټول باید تکلیفونه وګالو او د اسلامي نظام د استحکام او د اسلامي ارزښتونو د تحفظ او ساتنې په خاطر لازیاتې هڅې وکړو.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسې ته ډاډ درکوم چې د اسلامي امارت مسوولین به ستاسې د ستونزو د حل په موخه خپله نهایي هڅه وکړي او هغه به د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

Previous Post

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو، د وزارت د تېر کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

Next Post

مولوي عبدالکبیر: د کوچي قوم ستونزو د حل په موخه به اړوند ادارې لاس په کار شي

Next Post
مولوي عبدالکبیر: د کوچي قوم ستونزو د حل په موخه به اړوند ادارې لاس په کار شي

مولوي عبدالکبیر: د کوچي قوم ستونزو د حل په موخه به اړوند ادارې لاس په کار شي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.