دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره وکتل
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، لومړی د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني دېته په اشارې چې د ارګ دروازې د ټولو هیوادوالو پر مخ پرانېستې دي وویل، دا زموږ مسوولیت دی چې د خلکو ستونزې واورو او ورته د حللارو موندلو هڅه وکړو.

وروسته مولوي حافظ ذاکرالله د هغوی په استازيتوب د اهل تشيع د ستونزو حل کمېسيون جوړېدو او د هغه اهمیت په اړه معلومات ورکړل وې ويل، کمېسیون د اهل تشیع هیوادوالو یو شمېر ستونزې حل کړي او اهل تشيع اسلامي امارت سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

ورپسې الحاج سید محمد حسن شریفي بلخابي د اهل تشیع د ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل، موږ د اسلامي امارت او اهل تشیع ترمنځ ارتباطي پُل یوو.

په دې کتنه کې د اهل تشيع مشرانو په استازيتوب محمد علي اخلاقي خبرې وکړې او د امنیت تامین، د پردیو فرهنګ لمنځه تللو او د هیواد د اقتصادي ودې لپاره پر روانو هڅو يې خوښي وښوده.

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو د اسلامي نظام ټینګښت لپاره قرباني ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه: موږ هڅه کوو قومي، ژبنیو او سمتي مسایلو ته له پام پرته ټولو خلکو ته یو برابر خدمتونه وړاندې کړو.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، د هیواد ابادي او پرمختګ د ټولو افغانانو مسوولیت دی او اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو کار اهل کار ته وسپاري.

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو پای کې وویل، د اهل تشیع ستونزې به د حل په موخه اړوندو ادارو سره شریکې شي.

Previous Post

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره: په بېلابېلو امارتي ادارو کې ۳۰۴ پېچلې پروسې ساده شوي دي

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال د تخار والي سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال د تخار والي سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال د تخار والي سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.