دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو، د وزارت د تېر کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

مسوولان وزارت امور داخله گزارش اجراات یک سال اخیر را ارائه کردند
0
SHARES
0
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو، نن دوشنبه (۲۹ کب) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، پاسوال عبدالنافع ټکور په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې ۱۱۸۹۰ جرمي پېښې رامنځته شوي، چې ۹۴۴۴ پېښې کشف او ۲۴۴۶ پېښې د کشفي ارګانونو تر کار لاندې دي، چې د یادو پېښو په تړاو ۱۶۶۸۵ شکمن نیول شوي او ۱۰۹۷ تنه، تر تعقیب لاندې دي.

د وزارت د ویاند په خبره، د تېر کال پر مهال، د اختطاف ۱۰۶ پېښې ثبت شوي، ۴۴ تنه د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي او ۶ تنه په شهادت رسېدلي دي. دغه راز ۱۳ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۹۰ تنه نور یې نیول شوي دي.

د وزارت د مسوولینو په وینا، تېر کال کې ۸۷۰ تنه د تروریستي او وران کاره کړنو په تړاو نیول شوي، ۱۰۳ میله درنې او ۱۰۲۰۰ میله سپکې وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

د وزارت ویاند زیاته کړه، ۲۳۴ قضیې د کورنیو چارو وزارت د بین المللي پولیسو تر کار لاندې دي، بهر ته د ۹ مواردو نغدو پیسو د قاچاق مخنیوی شوی، ۶۱ تنه په بندرونو کې د جعلي پاسپورټونو لرلو په تړاو نیول شوي او۱۶۲ جرمي قضیې له ډیپلوماټیکو لارو د حل په موخه، بهرنیو چارو وزارت ته استول شوي دي. ښاغلي ټکور څرګنده کړه، چې د کریمنال تخنیک برخه کې ۵۱۰۵ قضیې عدلي او قضایي بنسټونو ته د څېړنې لپاره استول شوي او ۶۵۹ زره او ۱۰۰ تنه بایو مټریک سیستم کې ثبت او راجسټر شوي دي.

د نوموړي په خبره، وروستي یوه کال کې بهر ته د ۳ میلیونه ډالرو او ۱۶ کیلوګرامه طلا د قاچاق مخنیوی شوی او د دې پېښو په تړاو ۴۱۹ تنه نیول شوي دي.

د وزارت د مسوولینو په وینا، د روږدو کسانو درملنې په موخه ۵ زره بستریز روغتون جوړ شوی، ۵۴۳ ټنه نشه یي توکي کشف شوي، ۱۷۹۰ هکتاره ځمکې د کوکنارو له کر نه پاکې شوي او ۸۲ زره تنه روږدي کسان راټول او روغتیایي مرکزونه ته معرفي شوي دي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، له قراردادي پروژو څخه ۲ میلیارډه او ۷۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ سپما شوي او د وزارت ۹۰ سلنه بودجه هم لګول شوې ده.

د مسوولینو په خبره، د پولیسو د مسلکي کولو برخه کې ۱۰۷ زده کړییزې برنامې په لار اچول شوي، چې ۵۳ زره او ۲۰۰ تنه له دې برنامو څخه فارغ شوي او ۷۸۵ تنو تر مسلکي او تخصصي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي او ۱۶ زره تنه نور په زده کړییزو برنامو کې په زده کړو بوخت دي.

د وزارت مسوولین زیاتوي، د تېر کال پر مهال غوښتونکو ته شاوخوا ۳۵ زره د ګرځېدو او ۲۹ زره د چلولو جوازونه وېشل شوي او د هېواد په کچه ۱۴۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

Previous Post

د اقتصادي کمیسیون فوق العاده غونډه ترسره شوه

Next Post

د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمېر مشرانو سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزراء با بزرگان قوم کوچی زون مشرقی

د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمېر مشرانو سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.