د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير په سپېدار ماڼۍ کې د تخار والي مولوي ضیاءالرحمن مدني سره وکتل.
د تخار محترم والي د ياد ولايت د امنيتي وضعيت په اړه معلومات شريک کړل وې ويل، ولس سره د امارتي مسوولين چلند صمیمانه دی او زياته يې کړه، د ټولو ارګانونو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده. نوموړي خپل يو شمېر وړانديزونه او ستونزې هم شريکې کړې.
محترم مولوي صاحب عبدالکبير د نوموړي له معلوماتو په مننې په دې ولايت کې د امنيت په تامين خوښي وښوده زياته يې کړه، د ولس همکاري ډېره اړينه ده او په اړوندو برخو کې يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.