دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

په هېواد کې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر پیلېږي

آغاز روند توزیع قباله های جدید شرعی در کشور
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د سترې محکمې مسوولینو، نن سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د وري په لومړۍ نېټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په هېواد کې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر په اړه، رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو لوی رییس، مفتي حزب الله ابراهیمي، د سترې محکمې د دارلانشاء لوی ریاست مرستیال، مفتي روح الله حقاني او د سترې محکمې د نشراتو او بهرنیو اړیکو رییس، مولوي عبدالرحیم راشد په یاد خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو.
د سترې محکمې د نشراتو او بهرنیو اړیکو رییس، مولوي عبدالرحیم راشد وویل: د ۲۶/۲/۱۴۰۱ هـ ش د ۳۳ ګڼې مصوبې پر بنسټ، د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د سترې محکمه د دارالانشاء ریاست په مشرۍ د ځمکو ادارې، عدلیې او مالیې وزارتونو او کابل ښاروالۍ د رییسانو، متخصصینو او استازیو یوه ګډ پلاوي ته دنده وسپارله، څو د قبالو د وېش او په دې برخه کې د جعل او تزویر مخنیوي د څرنګوالي طرحه ترتیب کړي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، موظف پلاوي د ګڼو ناستو تر سره کولو وروسته، په ۲۹ مادو کې د قبالو د جعل او تزویر مخنیوي او وېش کړنلاره ترتیب کړه، چې د ۶/۴/۱۴۰۱ نېټه، د اسلامي امارت د کابینې لخوا تصویب شوه.
د سترې محکمې مسوولینو د کړنلارې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل وې ویل، د شرعي قبالو وېش، د قبالو د وېش بهیر ګړندیتوب، له جعل او تزویر څخه مخنیوی او د ملکیتونو ثبتول، د دغې کړنلارې موخه ده، چې پر بنسټ یې په مرکز او ولایتونو کې قبالې وېشل کېږي.
د مسوولینو په خبره، نوې قبالې د اسلامي امارت لوګو لري او په لوړ کیفیت ترتیب شوي او د جعل او تزویر مخنیوي په موخه، ځانګړي بارکوډونو پکې کارول شوي دي، چې له دې وروسته به قبالې په الکترونیکي او کاغذي بڼه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

Previous Post

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

Next Post

٣٤ ولایتونو والیانو او امنیه قومندانانو ته د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه هدایت

Next Post
٣٤ ولایتونو والیانو او امنیه قومندانانو ته د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه هدایت

٣٤ ولایتونو والیانو او امنیه قومندانانو ته د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه هدایت

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.