دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې او فعالې اړیکي غواړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې او فعالې اړیکي غواړي
0
SHARES
6
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال ښاغلي مارکوز پوتزل سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې یادونه وکړه او هیله یې وښوده، چې افغانانو ته پکې تلفات نه وي اوښتي.

نوموړي وویل، تېره اونۍ په افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال وغځول شو او غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو د خدمت لپاره یو کال نور هم فعالیت وکړي. هغه، له اسلامي امارت مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت په برخه کې يې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

ښاغلي پوتزل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له پيغام مننه وکړه .

د یوناما سیاسي مرستیال دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه چې سلګونه شخصیتونه یې هېواد ته راستانه کړي او د دې کمېسیون د چارو د دوام هیله یې وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ملګرو ملتونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون له ټولو مرستندویه ادارو مننه وکړه، چې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کوي او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ټولو مرستندویه ادارو د امنیت او په راڼه ډول د بشري مرستو د ویشلو ډاډ ورکوي.

نوموړي، د ملګرو ملتونو د هغه وړاندیز مننه او ستاینه وکړه، چې نړیوالو ته یې په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د پرانیستلو وړاندیز کړی.

د ریاست الوزراء سیاسيي مرستیال وویل، اسلامي امارت د نجونو د زدکړو مخالف نه دی، محترم مولوي عبدالکبیر دغه راز وویل، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو نړیوالو هېوادونو او سازمانو سره ښې او فعالې اړیکي غواړي، د دې ترڅنګ هیله لري چې نړیوال دولتونه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ګام واخلي.

Previous Post

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مېلمستیا په ترڅ کې د اوزبیکستان د پلاوي کوربه توب وکړ

Next Post

د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

Next Post
د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه

د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.