دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یوشمېر پخوانیو جنرالانو سره ولیدل

0
SHARES
9
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې له یو شمېر پوځي جنرالانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د تېرې ادارې د ستر درستیز مرستیال، د قول اردوګانو او پولیسو قوماندانانو او د ملي امنیت مسوولینو برخه اخیستې وه، جنرال افضل امان او جنرال شعورګل پښتون د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې له عمومي فرمان څخه په مننې یې وويل، د تېرې ادارې ټول کارمندان او پوځیان له دې فرمان څخه خوښ دي.

هغوی وویل، دا مهال د تېرې ادارې د امنیتي ځواکونو ۷۰سلنه پوځيان په افغانستان کې مېشت دي چې په ډاډه او آرامه زړه ژوند کوي. هغوی افغانستان خپل کور او اسلامي نظام د خلکو هیله یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

هغوی وویل: هغه کسان چې په پخواني پوځ کې یې دنده درلوده او دا مهال له بهر څخه وخت ناوخت ناسمې څرګندونې کوي او ولس ته تشویش ایجادوي، نه په پوځیانو کې او نه هم په ملت کې ملاتړ لري، پرته له دې چې فیسبوکي څرګندونې وکړي، نور یې هېڅ په وس پوره نه دي. یادو پوځيانو وویل، چمتو دي چې د دغسې کسانو پر وړاندې ودرېږي.

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر یادو پوځيانو ته په خبرو کې وویل، چې ټول مجاهدین د عفوي فرمان ته په پام سره خپل مسئولیتونه پرمخ وړي او یادو کسانو ته یې ډاډ ورکړ، چې دوی ته هیڅ ډول ستونزه نشته. هغه وویل، ټول افغانان چې پخوا یې له هر رژیم سره په هر موقف کې دنده درلوده، دا مهال په افغانستان کې ورته د ارام او سوکاله ژوند زمینه برابره ده. هغه له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې په خپل هېواد کې پاتې شي او په پوره ډاډ او ارام سره ژوند وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د عفوې له فرمان وروسته، هېڅ پخوانی پوځي د خپلې دندې له امله په قصدي ډول د اسلامي امارت له لوري نه دی په نښه شوی؛ بلکې په ځينو سیمو کې به ستونزې له شخصي موضوعاتو څخه پېښې شوي وي، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي بلکې اسلامي امارت یې عاملین د قانون منګولو ته سپارلي دي.

مولوي عبدالکبیر یاد پوځیان د افغانستان کادرونه یاد کړل چې په وینا یې د اړتیا پر مهال به یې اسلامي امارت له تجربو څخه استفاده کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له لوري له هغوی سره یوه اندازه نغدي مرسته هم وشوه. همداراز یادو پخوانیو جنرالانو محترم مولوي عبدالکبیر ته یوه توره ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړه.

Previous Post

د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

Next Post

پکتیا کې د ۴۶،۷ میلیون افغانيو په لګښت اووه ټولګټې پروژې بشپړې شوې

Next Post
پکتیا کې د ۴۶،۷ میلیون افغانيو په لګښت اووه ټولګټې پروژې بشپړې شوې

پکتیا کې د ۴۶،۷ میلیون افغانيو په لګښت اووه ټولګټې پروژې بشپړې شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.