دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د سوداګرو او پانګه والو ستونزې په اساسي ډول حلوو

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د سوداګرو او پانګه والو ستونزې په اساسي ډول حلوو
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن پخپل کاري دفتر کې د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.
په دې ناسته کې، حاجي جلال او محمد نعیم ځاځي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د امن فضا په رامنځته کېدو د خوښۍ ترڅنګ يې اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی چمتووالی وښود، چې په هیواد کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه په استفادې به نور سوداګر او پانګه وال هم وهڅوي. همداراز خپلې ستونزې يې هم شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان رغاونه او اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو په یووالي او په کور دننه پانګونې پورې تړلې ده.
نوموړي زياته کړه، د خوښۍ خبره ده، چې موږ هره ورځ په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو غوړېدا په اړه مثبت خبرونه لرو.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې دېته په اشارې چې اسلامي امارت د سوداګرو او پانګه والو هر اړخيز ملا کوي ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به په اساسي ډول حل شي.#

Previous Post

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي؛ په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې څه باندې ۷۰۴ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي

Next Post

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي؛ په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې څه باندې ۷۰۴ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.