درنو هېوادوالو او د کرکټ قدرمنو مینه والو! د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې پرلپسې او تاریخي بریا مو مبارک شه.
د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.
د افغانستان اسلامي امارت له خپلو لوبغاړو سره ولاړ دی او ژمن دی چې د تېر په څېر به د دوی د وړتیاوو لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي.
موږ د کرکټ اتلانو د لا بريا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګانې کوو.
مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال