د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د سه شنبې په ورځ (۸ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د اجرااتو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي قدرت الله جمال وویل: د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال پرتله ۱۳۵ سلنه زیاتوالی او د ۱۳۹۹ هـ ش کال پرتله ۱۶۶ سلنه زیاتولی ښیي.
د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په وینا، د تجارتي بېلانس د ښه والي، پیسو ثبات ساتنې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د عوایدو راټولو برخه کې روڼتیا تامین په هدف، د امارتي ادارو وروستي اقدامات، د افغانستان په سوداګرۍ او صادراتو باندې د اغېز ښندلو، اساسي عوامل دي.
ښاغلي جمال زیاته کړه، وروستي یوه کال کې د ۹۲۵ میلیونه او ۴۹۳ زره او ۶۲۹ ډالرو په ټولیز ارزښت، د ډبرو سکاره، پنبه، هنګ، انار، ممیز، انځر، انګور، رومي بانجان، ځڼغوزي او پیاز؛ پاکستان، هند، اوزبیکستان، تاجیکستان، متحده عربي اماراتو، چین، ایران، عراق، ترکیې او قزاقستان ته، صادر شوي دي.
مسوولین وایي، د صادراتو د زیاتولو او معیاري کولو لپاره، په پام کې ده چې د هېواد په پنځه زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونه رامنځته شي.
دغه راز مسوولین زیاتوي، د وارداتو برخه کې هم اړینې اسانتیاوې رامنځته شوي او خصوصي سکتور کولی شي چې خپل وارداتي اقلام په چټک او شفاف ډول وارد کړي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل، د سوداګرۍ پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو برخه کې د اسانتیا او دوه اړخیزه اړیکو پراختیا په هدف، له ایران، پاکستان، روسیې، چین، اوزبیکستان او ترکمنستان هېوادونو سره، اړینه همغږي ټینګه شوې ده.
د سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د صنعت د پراختیا او پیاوړتیا لپاره، اساسي ګامونه اوچت شوي، چې له امله یې د اوسپنې ویلې کولو او سیخ ګول تولیدولو، درملو، د نوشابو تولید، د غالیو او چاپ سکتورونو په ګډون، ۵۰ سکتورونه خودکفا شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په کچه، ۵۱ صنعتي پارکونه موجود وو، چې تېر یوه کال کې ۱۴ صنعتي پارکونه فعال ساتل شوي او د ټولو صنعتي پارکونو د فعال ساتلو او پانګونې لپاره، هڅې دوام لري.
د وزارت د مسوولینو په وینا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو په موخه، د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره د پانګوالو د پانګونې پر وړاندې ستونزې لرې شوي او په دې وروستیو کې د کابل هوایي ډګر کې یو خدماتي مرکز جوړ شوی چې تر دې دمه، ۱۰۰ تنو پانګوالو له یاد مرکز څخه ویزې ترلاسه کړي دي.
دغه راز د سوداګرۍ وزارت یو حقوقي او مقرراتي چوکاټ ترتیب کړی څو کورني او بهرني پانګوال په پوره ډاډ سره په هېواد کې پانګونه وکړي.
همدارنګه پېچلې او وخت نیونکې پروسې ساده شوي چې اوسمهال خصوصي سکتور او متشبثین کولی شي په کم وخت کې خپل جوازونه ترلاسه، تمدید او یا لغوه کړي. د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، وروستي یوه کال کې ۵۱۰۰ جوازونه وېشل شوي، ۷۲۲۸ جوازونه تمدید او ۳۳۳ جوازونه لغوه شوي، د دې ترڅنګ ۷۰۰۰ جلده سوداګریز پاسپورټونه هم وېشل شوي دي.
د وزارت د مسوولینو په خبره، په ۱۴۰۱ کال کې د وزارت عادي بودجه ۳۴۱ میلیونه او ۶۰۳ زره او ۱۹۱ افغانۍ او پراختیایي بودجه ۱۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ وه، چې ۸۳.۳ سلنه یې لګول شوې ده.
همدارنګه په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې په ټولیز ډول ۷۰۴ میلیونه او ۴۸۹ زره او ۲۳۰ افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال پرتله ۴۳.۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د اقتصادي طرحې ترتیب، د نساجۍ صنعت، د سمیه ییزو همکاریو پیاوړتیا، د صادراتو زیاتول او پانګونو راجلبول د ۱۴۰۲ کال لپاره د دغه وزارت له عمده برنامو څخه دي.