شنبه, دسمبر 2, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو، د ۱۴۰۱ مالي کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

مسئولان وزارت آب و انرژی گزارش اجراات سال مالی ۱۴۰۱ هـ ش، را ارائه کردند
0
SHARES
44
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو، نن دوشنبه (۱۴ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ. 

د مسوولینو په وینا، د ناتمامو پروژو د کار دوام، د امو سیند د سواحلو تحکیم لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د حقوقي اسنادو توحید، تحلیل او ترتیب، د پانګونو د جلبولو لپاره د زمینې برابرول او د تفاهم لیکونو لاسلیکول؛ په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، مجیب الرحمن عمر آخندزاده، په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۱ مالي کال پر مهال، د هلمند د کجکي بند د دویم فاز د لومړۍ برخې عملي کار بشپړ شوی، د نیمروز کمال خان بند د درېیم فاز، د کابل د شاه او عروس بند، د زابل د توري بند او په تخار کې د نمک آب کانال په اوږدو کې د دریاچې د اصلاح پروژې کار دوام لري.

د وزارت د مرستیال په خبره، د هرات د پاشدان بند او د فراه د بخش آباد بند د لومړۍ برخې چارو دوام لري او د بندونو او کانالونو د ساتنې او څارنې ۱۰ وړې پروژې هم تطبیق شوي دي.

د وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د اموسیند سواحلو د تحکیم هر اړخیزه سروې تر سره شوې او اوسمهال د بلخ، کندز، جوزجان او تخار ولایتونو په ۱۴ ساحو کې د تحکیم کارۍ چارې روانې دي. 

مسوولین زیاتوي، وروستي یوه کال کې د هلمند سیند معاهدې د تطبیق په اړه له ایراني لوري سره، پرله پسې ناستې شوي، د سیندیزو حوزو په اړه هر اړخیزه مطالعه تر سره شوې، د لسګونو پروژو تخنیکي سروې، طرحې او ډیزاینونه ارزول شوي دي او حقوقي اسناد هم توحید او تحلیل شوي دي. 

د وزارت د معلومات له مخې، د اوبیزو څاګانو د ځای ټاکلو په موخه، ۶۰۴ هایدروجیولوجیکي سروې ګانې تر سره شوي، د ځمکلاندې اوبو د سرچینو تقویت لپاره جذبي څاګانې کیندل شوي، د سطحي اوبو د سرچینو شمېرې راټولې شوي او په پنځه سیندیزو حوزو کې د اوبو ختلو د خطرونو برخه کې نقشې چمتو او تکثیر شوي دي. 

د مسوولینو په خبره، د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، ۱۰ تخنیکي کړنلارې تر منظورۍ وروسته، اړوندو ادارو ته لېږل شوي، ۶ مقررې تسوید شوي او له UNICEF,GIZ,WFP,FAO او JICA سره پرله پسې ناستې شوي دي.

له تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان سره د برېښنا قرارداد تمدید، له خصوصي شرکتونو سره د ۳ تفاهم لیکونو لاسلیکول د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره د زمینې برابرول؛ په ۱۴۰۱ کال کې د دغه وزارت له نورو اجرااتو څخه دي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره وکتل

Next Post

د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظيم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

Next Post
د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظيم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظيم کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.