د کانونو او پترولېم وزارت مسوولینو، نن یکشنبه (۱۳ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د کانونو او پترولېم وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیال، شېخ ضیاء الرحمن اریوبي وویل: کانونه ملي پانګه ده او اسلامي امارت د هغو د ساتنې، موثرې او دوامدارې ګټې اخیستنې لپاره په پوره قاطعیت سره کار کوي. ښاغلي اریوبي زیاته کړه، مونږ هڅه کوو چې د کانونو سکتور کې روڼتیا رامنځته کړو او له تر لاسه شویو عوایدو څخه یې، د عامه هوساینې د ټولګټو ملي پروژو په تطبیق کې ګټه واخلو.
د وزارت د مسوولینو په وینا، په ۱۴۰۰ مالي کال کې د وزارت عواید ۲ میلیارډه او ۵۵۹ میلیونه او ۵۲۲ زره او ۵۳۶ افغانۍ وو؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ مالي کال پر مهال، ۱۷ میلیارډه او ۴۸۷ میلیونه او ۴۳۹ زره او ۰۵۰ افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال پرتله، ۵۸۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
د کانونو وزارت د مرستیال په خبره، وروستي یوه کال کې په ۲۵ ولایتونو کې ۴۹۳ معدني ساحې او ۹۱۳۲.۵ کیلومتر مربع معدني مواد سروې شوي، ۶۳ جیولوجیکي نقشې ترتیب شوي، د منرالونو ۹۰۰ نمونې اخیستل شوي او ۱۵۴۶ لابراتواري تجزیې تر سره شوي دي.
مسوولین زیاتوي، د تېر کال پر مهال د کابل، غزني، بغلان، ننگرهار، پروان، خوست، لوگر، میدان وردګ، فاریاب، کندهار، پکتیا، هرات، ارزگان او هلمند ولایتونو د مرمرو، خامو ګچو، تراورتینو، فلورایټو، مالګې، سرپو او جستو، کلسیتو، نفرایتو او کرومایتو له ۷۰ تر ۸۰ سلنه کوچني کانونه، داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.
د وزارت د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ مالي کال کې بهر ته د ۵۸۴۴۷۰ کیلوګرامه قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د صادرولو له لارې، ۱۲۲ میلیونه او ۵۹۹ زره او ۴۸۵ افغانۍ عواید، ترلاسه شوي دي.
له (CPEIC) چینایي شرکت سره د قشقري د نفتو استخراج پروژې د قرارداد لاسلیک، د شبرغان ـ مزار شریف د ۹۴.۵ کیلومتره پایپ لاین د چارو ۵۰ سلنه بشپړېدل او د مس عینک او ټاپي پروژو د عملي کار پیلولو لپاره د اړینو تدابیرو نیول، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د یاد وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.
د وزارت مسوولین زیاتوي، د ۱۴۰۱ مالي کال پر مهال، ۲۳۴ د فعالیت جوازونه تر فني او تخنیکي ارزونې لاندې نیول شوي او د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه، د کانونو امنیت ساتنې په موخه، یوه ۳۰۰ کسیزه قطعه منظور شوې ده.
همدارنګه په ۱۴۰۱ مالي کال کې د کانونو وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم لخوا، په بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د طلا ۲۶ بلاکونه سروې شوي او ۲۵ شرکتونو ته، د معدني موادو د پروسس جوازونه، ورکړل شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د کونړ- ننګرهار د مرمرو او پروان د تراورتینو پروژې منظور شوي، د هرات د مس شیدا پروژه د اکتشاف په حال کې ده، د سمنګانو د سمنټو پروژه له ګټونکي شرکت سره د قرارداد کولو پړاو کې ده او د کابینې د پرېکړې له مخې د جبل السراج سمنټو پروژه، لغوه شوې ده.
دغه راز د ننګرهار د تالک ډبرو ۶ پروژې د بلاک بندۍ په حال کې دي، د هرات اوسپنې پروژې د څلور بلاکونو او او د غور د سربو او جستو د ۴ پروژو پروپوزلونه د تصویب په موخه، اقتصادي کمېسیون او د عالیقدر امیر المؤمنین دفتر ته استول شوي او د کندهار د شوراندام سمنټو پروژه، خصوصي شرکت ته سپارل شوې ده.
همدارنګه د هرات ولایت د نیک ساحې د ډبرو سکرو پروژې قرارداد لاسلیک شوی، د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د سمنټو پروژه، د تخار ولایت د سمتي ساحې د طلا پروژه او د هرات، کاپیسا، پروان، بامیان، ننگرهار، میدان وردګو او ډایکندي ولایتونو د مرمرو، تراورتینو او ګرانیکو، ۶ پروژې د داوطلبۍ پړاو کې دي.
د وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د کانونو سکتور د قانوني چوکاټ بشپړول، د کانونو تثبیت او د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبول، غټ او کوچني کانونه داوطلبۍ ته سپارل، د مس عینک پروژې په اړه، له چینایي شرکت سره د مذاکراتو بشپړول او د ټاپي پروژې د چارو دوام، په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د وزارت له عمده فعالیتونو څخه دي.