د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئيس قاري عزیز الرحمن سره وکتل.
په دې کتنه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئيس د خپلولاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات چې د غوره چاپیریال او اقلیم په موخه چمتو شوي, د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
قاري عزیز الرحمن زیاته کړه، افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه متضرر هېواد دی او دا اداره یې د مخنیوي کوښښ کوي. هغه وویل، د خپل پرسونل د ظرفیت لوړول یې په لومړیتوب کې نیولي دي.
د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال په هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په اشارې وویل، د غوره چاپیریال برابرولو په برخه کې د ادارو تر منځ همغږي مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه، د چاپيریال او هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دې له شته امکاناتو او ظرفیت څخه کار واخیستل شي.
نوموړي له هېوادوالو او ټولو ادارو، په ځانګړي ډول صنعتکارانو څخه وغوښتل چې دچاپیریال ساتنې ته پام وکړي.