دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ام ټي ان مخابراتي شرکت عمومي رئیس سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس کتنه

د ام ټي ان مخابراتي شرکت عمومي رئیس سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس کتنه
0
SHARES
12
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ام ټي ان مخابراتي شرکت له عمومي رئیس ښاغلي عباد ردا او د یاد شرکت د افغانستان څانګې اجرائیوي رئیس ښاغلي هدایت الله ذاهد سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت عمومي رئیس افغانستان ته پر راتګ خوښي څرګندولو سربېره حالات مثبت وانګېرل. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته یې عواید په بې ساري کچه زیات شوي دي.

د ام ټي ان مخابراتي شرکت عمومي رئیس افغانستان ته د راتګ هدف خپله ژمنتیا وبلله او زیاته یې کړه، دا چې عواید مو زیات او نور مثبت کارونه شوي، دا د اسلامي امارت د ملاتړ او همکارۍ نتیجه وه، چې مننه ترې کوو. همدا راز موږ پلان لرو خپل سیستمونه لا نور پرمختللي کړو چې په دې کار سره به پانګونه ډېره او اقتصادي وده رامنځته شي.

وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د افغانستان اسلامي امارت ستاسي په شمول د هر هغه چا ملاتړ او هرکلی کوي چې زموږ د ځورېدلي اولس لاسنیوی او زموږ د هیواد د اقتصادي ستونزو په حل کې راسره مرسته کوي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، اوس د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر شوی، باید له دې فرصت څخه ګټه پورته شي، ځکه فساد نشته او امنیت تامین دی.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، ټول هغه شرکتونه او کمپنۍ چې په افغانستان کار کوي باید د افغانستان مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې او عیني واقعیتونه یې بیان کړي. همدا راز دې نور شرکتونه او پانګوال تشویق کړي، تر څو راشي او دلته په ډاډه زړه سرمایه ګذاري وکړي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت ته د هیواد ګټې مهمې دي نه د اشخاصو او افرادو. بناءً له ټولو مو هیله داده چې په شفاف او راڼه ډول د اصولو مطابق خدمات عرضه کړي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د چاپيریال سانتې ملي ادارې رئيس سره وکتل

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلوڅانو د سرتاسري شورا له مشرتابه سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلوڅانو د سرتاسري شورا له مشرتابه سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلوڅانو د سرتاسري شورا له مشرتابه سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.