چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ا.ا.ا سیاسي کمېسیون د چاپیریال ساتنې او هوا تودوخې په اړه بحث وکړ

د ا.ا.ا سیاسي کمېسیون د چاپیریال ساتنې او هوا تودوخې په اړه بحث وکړ
0
SHARES
14
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن په سپېدار مانۍ کې د چاپیریال ساتنې، چاپیریال ته د ورپېښو ګواښونو او هوا تودوخې پر موضوعاتو بحث وکړ.

په دې غونډه کې، چې د چاپيريال ساتنې ادارې مشرتابه او متخصصينو هم حضور درلود، د اقليمي بدلونونو پر اصلي عواملو، د بدلونونو سره پر مبارزې او د تودوخې پر ډېرېدو بحث او نظرونه تبادله شول.

په دې غونډه کې وويل شول، اقلیمي بدلون پر نړۍ او ځانګړې توګه هغو ټولنو چې ژوند یې له طبيعي سرچینو پر استفادې ولاړ دی، ډېر منفي اغېز کړی دی. همداراز پرېکړه وشوه، چې د اقليمي بدلونونو د اغېزو کمولو او چاپېريال ساتنې لپاره دې له نړيوالو تخنيکي تجربو استفاده وشي.

ګډونوالو همداراز وویل، دا چې افغانستان اقلیمي بدلون سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون غړی دی او د توکیو او پاریس تړونونه یې هم لاسلیک کړي، نو په کار ده چې په دې اړه نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي.

په پای کې له نړيوالو وغوښتل شول، چې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه خپلې ژمنې عملي او په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

Previous Post

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post

تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

Next Post
Around 500,000 Jeribs of State Land Restituted

تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.